ثبتول ماشومان او ځوانان په حمایت یت کې
ثبت په حمایت کي څنګه ترسره کیږی؟
له معرفي نه وروسته کیدای شی چی پس له دوو میاشتو د ملاقات وخت تعین شی
د ملاقات وخت خبرول تلیفوني ترسره کیږی. ناسته ( ۵۰ ) دقیقي دوام کوی. دغوښتنو سره سم د ژباړونکي/ژباړونکې دشتون امکانات هم شته دی.
که چیری څوک دواخوري او د معالج/معالجی دمعایناتو نتیجې ولري،نو خواهش کیږي چی دځان سره یی راوړی. پدی ناسته کي دا روښآنه کیږی چی ایا حمایت یو مناسب ځای دی چی په څرګند ډول په خاص ځانګړي حالت کې لازمه توصیه او مرسته وکړي
زموږ وړانديز ونه : لینک په ګوته کړي
داتتظار وخت ( نوبت وخت)
متآسفانه چی دځانګړي روانې تداوي لپاره دنوبت وخت خورا اوږد او ختی تر یو کال پوري دوام کوی. په بحراني حالت دځانګړي نوبت دورکولو امکان شته دی. دغه نوبتونه باید ددفتر له خوا ترسره شي.
دروانې درملنې لپاره نوبتونه اکثره وخت د دوو او اتو( ۲ او ۸ ) اونیو ترمنځ ورکول کیږی. که چیری دمعرفی شوي شخص پته اویا د تلیفون نمره تغیر ومومي نو خواهش کیږي چي پدی هکله سمدلاسه دفتر ته خبرورکړی.
دروانې تداوی او رویی پیل
کله چي ددرملنې ځای او درملنې نوبت خالي شو، نو حمایت دستی تماس نیسي. روانې درملنه په عادي ډول هره اونۍ تر سره کیږي. ددرملنی دوام په انفرادی ډول ډیر متفاوت دی. دروانې درملنې نوبتونه ډیر ځنډمن وي او ددوو او اتو ( ۲او ۸) اونیو په شاوخواکې کي تعین کیږی.